امنیت

د داعش ډلې یو پوځي مسوول په ننګرهار کې ووژل شو

کابل / د وري ۲۹ مه / باختر
په ننګرهار کې د داعش ډلې یو پوځي مسوول په عملیاتو کې ووژل شو.
په حکیم الله مشهور ملا کمین تېره شپه د امنیتي ځواکونو په برید کې په خپل پټنځي کې ووژل شو.
د ننګرهار د ملي امنیت یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې ملا کمین د پچیرآګام او هسکې مينې ولسوالیو لپاره د داعش ډلې پوځي مسوول و.
هغه نوی دغه پُست ته ګومارل شوی و او غوښتل یې د ننګرهار په ځينو برخو کې بریدونه وکړي.
د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته