خبرونهامنیت

د دامان ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ د بريد د ټپیانو شمېر ٣٣ ته ورسېد

۳۸- کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
د قندهار د دامان ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پر وړاندې د يو موټر بم په چاودنه کې١١ پوځيان او ٢٢ ملکيان ټپيان شول.
د يادې پېښې په ټپيانو کې د دامان ولسوالۍ د پوليسو مسوول عبدالودود هم شامل دی.
هغه په سر برسېرن ټپي شوی دی او ډاکټرانو ويلي دي چې د عبدالودود روغتيايي حالت د اندېښنې وړ نه دى.
دغه پېښه نن له غرمې مخکې هغه وخت رامنځته شوه چې له چاوديدونکو توکو ډک يو باروړونکى موټر د دغې قوماندانۍ پر وړاندې وچاودېد.
د قندهار د والي وياند بهير احمدي باختر آژانس ته وويل: په دې چاودنه کې ٩ پوليسان، د ملي امنيت ۲ کارکوونکي او ٢٢ ملکيان ټپيان شوي دي.
د پېښې ۱۵ ټپيان د يوې کورنۍ غړي دي چې د چاودنې ځاى ته يې څېرمه ژوند کاوه.
په دې چاودنه کې يو شمېر نور ټپيان د دامان ولسوالۍ ملکي وکړي او پوځيان دي.
چاودنه دومره زوروه وه چې په سيمه کې يې تر ۲۰۰ مترۍ پورې پوځي او ملکي ادارې ويجاړې کړې دي.
د قندهار په درېيو روغتونونو کې ډاکټرانو د يادې پېښې د څه ناڅه ١٠ ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.
تراوسه هېچا يا کومې ډلې د دغې چاودنې مسووليت نه دى منلی، خو سيمه ييز خبرځايونه یې وسله وال طالبان عاملین بولي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته