ښوونه او روزنه

د دايکنډي لوړو زده کړو موسسې د نجونو د ليليې ودانۍ د جوړولو کار پيل شو

کابل / د زمري ۸مه / باختر
د دايکنډي لوړو زده کړو موسسې د نجونو د ليليې د ودانۍ د جوړولو کار پرون پيل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ليليه د جمهوري رياست د عملياتي ادارې له بودجې څخه د څه دپاسه ١۵۷ میليونو افغانيو په لګښت په شپږو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي چې د ١۴٠٠ تنو ظرفيت به ولري.
د دغې ليليې د جوړولو کار د پرانیستلو پر مهال د دايکنډي ولايت مسوولين او د جمهوري رياست د عملياتي ادارې ولايتي مسوول او يوشمېر استادان هم حاضر وو.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته