ټولنه

د دایکنډي او کابل ترمنځ مواصلاتي لاره د واورې اورښت له امله وتړل شوه

کابل/ د مرغومي ۱۴مه باختر
د واورې د سخت اورښت له امله چې پرون پیل شوې وه د کابل – دایکنډي او د دایکنډي ولسوالیو ترمنځ مواصلاتي لاره تړل شوې ده.
د دایکنډي د ا‌‌‌‌طلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ فتح محمد بشیر د دغه خبر په تاییدولو سره باخترآژانس ته وویل: د واورې د سخت اورښت له امله د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو او د دایکنډی –کابل ترمنځ ټولې لارې تړل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې ټولې لارې د ترافیکو پرمخ تړلې مسافرین او موټر چلونکي دې تر راتلونکې خبرتیا په تمه وي.
په همدې حال کې د میر امور ولسوال عصمت صالحي په یوه ټیلفوني اړیکه کې وویل چې د کابل – دایکنډي لویه لاره د قوناق په غاښي کې تړلې ده.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته