اقتصاد

د دایکنډي بزګرانو د زغرو او کنځلو د کرکیلې او تولید لارې چارې زده کړې

نیلي / د غبرګولي / ۳/ باختر
د دایکندي یو شمېر بزګرانو د تیلي بوټو په اړوند زده کړې وکړې.
د باختر آژانس د سیمه يیز خبریال د خبر له مخې : د دایکنډي د کرنې ادارې د لومړي ځل لپاره دغو بزګرانو ته د تیلي بوټو د کرکیلې او تولید د لارو چارو زده کړې ورکړې.
د دایکنډي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس د دغه روزنیز پروګرام د ترسره کولو موخه د تیلي بوټو رواجول او د بزګرانو د عوایدو زیاتوالى وباله او ویی ویل: لازمې روزنې سره په يو وخت په دې پروګرام کې ګډون کوونکو بزګرانو د زغرو او کنځلو تخم او يوه اندازه توره اوسپينه کيمياوي سره هم په وړيا ډول ترلاسه کړه.
پاى \ سيعده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته