امنیت

د دایکنډي په مرکزکې د لسګونو واټونو د جوړولو او پخولوبهیردوام لري

کابل / د غبرګولي ۱۳ / باختر
د دایکنډي په مرکزنیلي ښارکې د واټونو د جوړولوبهیر دوام لري.
د دغې پروژې په چوکاټ کې ټاکل شوې ده په لسګونو واټونه د ۸۸۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۴ مترو په سورپه نیلي ښارکې جوړ او پوخ کېږي.
د افغانستان حکومت د دغو واټونو د جوړولو لپاره ۶۳۱ میلیونه افغانۍ لګوي.
د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د نیلي ښار د واټونو د جوړولو او پخولوکار ۷۰ سلنه بشپړشوی دی.
دغه واټونه تر۳ نورو میاشتو پورې ګتې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دایکنډي هغه ولایت دی چې له پنجشیرسره یوځای په ولایت بدل شو او له ۳ تر۴ وروستیوکلونوپورې د دغه ولایت پراختیا ته پاملرنه نه وه شوې.
خود افغانستان حکومت د لسګونوپرمختیايي پروژو په تطبیق سره د دغه ولایت د اقتصاد او سمسورتیا په لټه کې دی.
د نیلي اوسېدونکو د دغو واټونو د جوړولو او پخولوهرکلی وکړاو ویې ویل چې د دغو واټونوجوړول او پخول د چاپيریال د هوا د ککړتیا د کمېدو ترڅنګ د ترافیکو د بهیرد ښه کېدو، د کرنې د پراختیا د اقتصاد د لوړېدو سبب کېږي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته