ټولنه

د دایکنډي په مرکزکې په لسګونو واټونه پخېږي

کابل / د زمري ۵ / باختر
د دایکنډي په مرکزنیلي ښارکې د لسګونو واټونو د جوړولو او پخولوکاردوام لري.
دغه واټونه د څه ناڅه ۹ کیلومترو په اوږدوالي او ۱۴ متروپه سور د فواید عامې وزارت له لوري جوړېږي.
د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې ټاکل شوې ده دغه واټونه تر۳ نورو میاشتوپورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغو واټونوپه جوړولواو پخولوکې ۶۳۱ میلیونه افغانۍ د حکومت له بودجې څخه لګول شوي دي.
د دایکنډي اوسېدونکي د دغو واټونو له جوړېدوڅخه خوښ دي او وايي چې د دغو واټونوپه ګټې اخیستنې سره د کرنیزومحصولاتو، خوراکي او ساختماني توکو او د ناروغانوپه لېږدولوکې آسانتیاووې برابرېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته