خبرونهنړۍ

د دسمبر تر پایه ښایي د کرونا وبا ضد لومړنى واکسین تطبیق شي

٣١- واشنګټن/ وي او اې / د ليندۍ١٢مه/ باختر
د مودرنا د درمل جوړولو شرکت وایي که هر څه د پلان په اساس پرمخ ولاړ شي، د روانې میاشتې په وروستیو کې به د کروناویروس ضد لومړنی واکسین تطبیق شي.
دغه شرکت اعلام کړی دی چې د امریکا د متحده ایالاتو د خوړو او درملو اداره ښایي ددې شرکت د واکسین د بیړنۍ استفادې لپاره د دسمبر تر ۱۷ تصمیم ونیسي. د امریکا د متحده ایالاتو د خوړو او درملو اداره به د دسمبر په ۱۰ د مودرنا د شرکت له مسولینو سره وګوري.
له فایرز او بایوانتیک، وروسته مودرنا لومړنی شرکت دی چې د خپل واکسین د ۹۰ فیصده ګټورتیا په اړه یې خبر ورکړی دی. تمه ده چې د واکسین د بیړنۍ استفادې د منظورۍ سره جوخت د هغه د ویشلو بهیر سمدستي پیل شي . د امریکا د غذا او درملو اداره به ددغه شرکت معلومات په ژوره ټوګه وڅیړي اوهغه به د هغو متخصیصینو سره چې د تولیدونکو شرکتونو سره ارتباط نلري شریک کاندي. د متخصصینو دغه هیت تر ډیره د واکسین مصوونیت ارزوي؛ هغه معلومات چې په بشپړه توګه ندي شریک شوي. ددې تر څنګ د رپوټونو له مخې ددې واکسین جانبي عوارض تر اوسه جدي ندي، خو جزیي هم ندي. په دغو عوارضو کې سردردي، د عضلاتو درد، تبه او سټریا شامل دي چې کیدای شي د انفلوانزا یا کووید ۱۹ اشتباه پرې وشي. خو بیا هم دغه نښې نښانې په یوه ورځ کې له منځه ځي. پاى\ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته