خبرونهټولنه

د دشت ليلي شهيدانو پاک روح ته دعا وشوه

کابل/ د لړم ۴ مه/ باختر
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري، په داسې حال کې چې د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه، د شبرغان والي او د وزارت د مقام ددفتر ریاست سرپرست شيخ حضرت ولي حقاني هم ورسره ملګري وو، نن شبرغان ته ورسېد او ليلي دشته يې وکتله.
نوري او ورسره پلاوي د ليلي دشتې پېښه، چې زرګونه طالبان او مجاهدين د ظالمانو له خوا په ډله ييزه توګه په وحشيانه ډول په شهادت رسېدلي وو، په کلکه وغندله او دا کار يې د اسلاميت او انسانيت د دښمنانو فجيع او زړه بوږنوونکې عمل وباله.
نوري د دغې لويې او تاريخي پېښې د شهيدانو پاک روح ته دعا وکړه او د شهيدانو له کورنيو سره يې ځان په دې ستر وير کې شریک وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته