سیاستخبرونهTOP

د دوحې خبرې اترې له ځنډ سره مخ شوې دي

کابل / د مرغومي ۲۵ مه / باختر
په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو د د مرکچي پلاوو هيتونو ترمنځ خبرې اترې ځنډول شوې دي او په وروستيو درېیو ورځو کې د دغو مرکچيانو ترمنځ کومه غونډه نه دې ترسره شوې.
د ملي روغې جوړې عالي شورا وياند تاييد کړې ده چې په دوحه کې د خبرو اترو بهير له ځنډ سره مخ شوی دی او دواړه لوري له درې ورځې راپدېخوا کومه غونډه نه ده کړې.
د ملي روغې جوړې عالي شورا وياند فريدون خوزون د دغه ځنډ عوامل نه دي بيان کړي، خو ويلي یې دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت پلاوی په کورنيو بحثونه بوخت دى او د اجندا د برابرولو او توحيد په اړه د خبرو اترو لپاره چمتو شوى دى، خپلمنځي سلامشورې لري.
بايد وويل شي چې دوه اوونۍ مخکې د خبرو د دويمې دورې پيل خپلې ستونزې درلودې. طالبان يواځې د خپل مرکچي پلاوي له څلورو غړیو سره د خپرو مېز ته حاضر شول.
د طالبانو ډلې د خبرو د دوو جګپوړو غړو د طالبانو د سياسي دفتر د رييس ملا غني برادر او د طالبانو د مرکچې پلاوي د رييس مولوي عبدالحکيم حقاني په ګډون د دغې ډلې دمرکچي ټيم نور غړي چې د واک خاوندان معرفي شوي وو، له پاکستان څخه دوحې ته نه دي راغلي.په داسې حال کې چې د طالبانو د خبرو اترو څلور غړي لازم صلاحيتونه نه لري.
په همدې حال کې يو لوېديځ خبري آژانس خبر ورکړى دى چې طالبان سپينې ماڼۍ ته د امريکا د راتلونکې جمهوررييس جوبايدن رسيدو ته په تمه دي. پوه شي چې هغه د افغانستان په اړه څه ډول سياست غوره کوي.
طالبانو مخکې له دې ويلي وو چې د امريکا له دولت سره د دغې ډلې د سولې موافقه لاسليک شوى دى، نه له شخص سره. طالبان ويره لري چې جوبايدن ښايي د امريکا د اوسني جمهوررييس ټرامپ تګلاره رعايت نه کړي.
هغوى خبردارى ورکړى دى: که چېرې امريکايان د دوحې د سولې موافقې په چوکاټ کې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، هغوى له امريکا سره د جګړې ډګر ته وردانګي.
ختم – ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته