اقتصاد

د دوشي – خنجانو لويې لارې په تګلوری کې د بازار کارونه بېرته ښه شوي دي

کابل / د تلې ۲مه / باختر
د بغلان د ګزان کلي بازار له هغو بازارونو څخه دى چې د کال په ټولو فصلونو کې د فصلي ميوو په لرلو سره د مسافرانو پرمخ پرانیستی وي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د بغلان د خنجانو ولسوالۍ د ګزان کلي د ميوو پلورنې بازارګوټى چې د دوشي – خنجانو په تګلوري موقعيت لري، په څلورو فصلونو کې د وچو او تازه ميوو په وړاندې کولو سره د هغو مسافرو چې په دې لويه لاره تګ راتګ کوي؛ تود هرکلی کوي.
يو تن ميوه پلورونکي عبدالمنان د خپل کاروبار څخه په خوښۍ سره د باختر آژانس خبريال ته وويل: د خداى شکر ادا کوم چې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې په خنجانو کې بشپړ امنيت تامين شوى دى او سږکال د پخوا په شان زموږ کارونه ښه شوي دي.
هغه زیاته کړه: په تېرو کلونو کې مې په ورځ کې له درېو څخه تر پنځو منو پورې ميوه پلورله، خو سږکال چې امنيت تامين دى، هره ورځ تر ١٢منو پورې ميوه پلورم.
په همدې حال کې د حشمت ګلدره په نامه يو مسافر چې ميوې پلوري؛ وایي چې د افغانانو هيله د امنيت تامينول وو چې له څو لسيزو جګړو وروسته تامين شوى دى.
د امنيت په ټینګښت سره نه يواځې د ګزان په بازارګوټي کې کارونه ښه شوي دي، بلکې د پلخمري نورې سيمې له دې جملې څخه چشمه شير چې يو وخت د مرګ واټ په نامه يادېده، اوس د هنډوانو او خټکيو په ګډون د ميوو پلورنې په ډېره ښه سيمه بدله شوې ده.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته