خبرونهامنیتټولنه

د دولتيار اوبو بند ويجاړول د اوبو کمښت رامنځته کړى دى

کابل / د چنګاښ ۲۳مه / باختر

د غور مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په دولتيار ولسوالۍ کې د اوبو بند په ويجاړولو سره، خلکو ته د اوبو کمښت ستونزه رامنځته کړې ده.

د دولتيار ولسوالۍ د تايمنيو قومي شورا رييس محمد کريم د باختر آژانس سيمه یيزخبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو يوه اوونۍ مخکې په دې ولسوالۍ کې د اوبو يو بند د ماينونو په چولو سره ويجاړ کړ چې په دې سره د څه دپاسه ۶ زره ۵۰۰ جريبه ځمکو اوبو يې بندې شوې.

هغه وويل چې څه دپاسه ٢٠٠٠ کورنيو د دغه بند له اوبو څخه استفاده کوله چې په ويجاړېدو سره يې د خلکو کرکيلې زیانمنې شوې دي.

محمد کريم زياته کړه: دا په داسې حال کې ده چې د تايمنيو قوم خلک له درېو مياشتو راپدېخوا د هريرود سيند په جنوب کې د طالبانو په وړاندې دريدلي او د دولت دفاع کوي.

هغه وويل: طالبان د اوبو په بندولو سره غواړي خلک اړ کړي چې د هغوی پر ضد له مقاومت لاس واخلي، خو ملکي خلک وايي چې د طالبانو په وړاندې درېږي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته