خبرونهفرهنګ

د دولتي ورځپانو او د افغان اعلاناتو د مقررې د طرحې لومړنى مسوده بشپره شوه

کابل /د مرغومي ٣٠مه /باختر
د اطلاعاتتواوفرهنګ وزارت د ستر حقوقي سلاکار دلاورنظيرزوى په مشرۍ نن د دولتي ورځپاڼو او د افغان اعلاناتو د مقررې د طرحې د تصويب کمېسيون غونډه جوړه شوه .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې ؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت ستر حقوقي سلاکار وويل چې دغه مقرره په ٦فصلونو، ٣٠ مادو او د دوو ضميمو کې چمتو شوې ده.
هغه زياته کړه چې دغه مقرره د عامه چاپي رسنيو، دولتي ورځپاڼو( انيس، هېواد، اصلاح اوکابل ټايمز) او د افغان اعلاناتو د اړوندو چارو د ښه تنظيمولو په مقصد، د چاپي رسنيو له لارې د دولت د تګلارې د معرفي کولو اوتحليل او د دولتي ورځپاڼو د ويشلو د اغيزمنتوب د جوړښت د وړاندې کولو،د دولتي ورځباڼو د خپرونود خدمتونو، افغان اعلاناتواو د دولتي ورځپاڼو د ويشلو د خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې له شفافيت او حساب ورکولو څخه د ډاډ د ترسره کولو د اعلانونو د خپرولو له لارې د ملي عوايدو زياتوالى او د چاپي خپرونو د ګډون او پلورنې د ښه تنظيمولو په مقصد جوړ شوى دى.
دغه راز په دې غونډه کې د کمېسيون د غړو له خبرو او د نظريو له وړاندې کولو وروسته د دولتي ورځپاڼو او د افغان اعلاناتو د مقررې د طرحې ابټداييه مسوده بشپړه شوه.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته