خبرونهروغتیا

د دولتي پوهنتونونو ټول محصلان به په دوو اوونيو کې واکسين شي

کابل / د زمري ۴مه / باختر
د هېواد د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو په بنسټونو کې د کرونا واکسين د تطبيق بهير د ګړندي کولو په موخه نن په لوړو زده کړو وزارت کې غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د مرکز د پوهنتونونو مرستيالانو په خپلو اړوندو بنسټونو کې د کرونا واکسين د تطبيق رپوټونه وړاندې کړل او د دغه بهير د ګړندي کولو غوښتنه يې وکړه.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو رييس پوهنوال انجنير محمد شريف امين وويل چې په دوو اوونيو کې بايد د دولتي پوهنتونونو ټول محصلان واکسين شي.
دغه راز په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت وياند وويل چې د دغه وزارت کاري ډلې هلې ځلې کوي چې د هېواد د تحصيلي بنسټونو ټول محصلان او کارکوونکي واکسين شي.
هغه زياته کړه چې د واکسين د تطبیق بهير د ګړندي کولو په خاطر به د عامې روغتيا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د اړوندو بنسټونو ترمنځ همغږي پياوړې کړي.
په همدې ترتيب د عامې روغتيا وزارت استازي ډاډ ورکړ چې په کافي اندازه د کرونا واکسين په واک کې لري او د راتلونکو لسو ورځو په بهير کې کولاى شي د هېواد د پوهنتونونو ټول محصلان، استادان او کارکوونکي واکسين کړي.
هغه وويل: هغه محصلان چې په ولايتونو کې دي؛ کولاى شي خپل واکسين په خپلو ولايتونو کې تطبیق کړي او پاتې کسان به مرکز ته تر رسېدو وروسته واکسين شي.
د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې له مخې؛ ټاکل شوې ده د هېواد په يوشمېر ولايتونو کې د تحصيلي بنسټونو حضوري درسونه چې د کرونا ګواښ پکې له ۳۵ سلنې څخه ټیټ دی؛ د زمري په ١۶مه پيل شي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته