کابل / د وږي ۱۷ مه / باختر
د لغمان د دولت شاه ولسوالي ديني عالمانو او قومي مشرانو د دغه ولایت والي قاري زین العابدین عابد سره په کتنه کې هغه ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
قومي مشرانو او ديني عالمانو له والي وغوښتل چې د حکومتوالۍ برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د لغمان والي قاري زين العابدين د فرشغان سيمې قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی په سیمه کې به ډېر ژر انکشافي پروژې پيل شي.
په ورته وخت کې د لغمان والي د دغه ولایت مامورین هڅولي چې د مراجعينو کارونه په خپل وخت خلاص کړي.
ن/ر