سیاستTOP

د رئیس الوزرا مرستيال د ملګرو ملتونو له پلاوي سره وکتل

کابل / د لړم ۵ مه / باختر
د ملګرو ملتو مرستيال سکرتر مارټن ګريفټس، مشاور ټام ګريګ او ارشد يوسفزي د ريیس الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې ؛ په دې کتنه کې ټام ګريګ د افغانستان اسلامي امارت له امنيت څخه خوښي څرګنده کړه، د هغه په وينا چې مارټن ګريفټس د مختلفو هېوادونو لکه قطر، امريکا او ځيني اروپايي هېوادونو له ولسمشرانو سره لیدلي او هغوی ته يې ويلي چې طالبان د افغانانو په خېر لګيا دي، اوس د افغانانو امنيت خوندي دی او د طالبانو پر مټ يې د افغانستان د پرمختګ خوشبيني وښوده.
د رییس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير له دوی څخه مننه وکړه او هغوی ته يې وويل چې که د اسلامي امارت په اړه د معلوماتو پر انتقال کې له حقيقت څخه کار واخيستل شي نړیوال به له موږ سره هيڅ ستونزه ونلري، دوی ته يې وويل چې ژمی نږدې دی او عموماً د ژمي په راتګ سره د افغانانو ستونزې زياتيږي؛ نو موږ له ملګروملتونو او نړیوالو سره ګډ کار کول غواړو چې د افغانانو ستونزې حل شي.
مولوي عبدالکبير د هېواد په سطحه اساسي ستونزې ، بشري مرستو اشد ضرورت وښود چې بايد ژر ورته رسیده ګي وشي.
همدا راز يې د افغانانو د کنګل شويو پيسو د بيرته خلاصيدو غوښتنه وکړه چې بايد ژر خلاصې شي او د په رسميت پيژندو غوښتنه يې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته