فرهنګ

د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې کميسيون غونډه وکړه

کابل/ باختر / د سلواغې دمياشتې ٢٩نيټه  
د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې د کميسيون غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د دغې غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې له رسنيو څخه وغوښتل چې په اوسنيو حساسو شرايطو کې، د هېواد ملي ګټو ته د خپلو خپرونو په سرکې ځاى ورکړي او د خلکو په خوښه، د پروګرامونو په خپرولو سره د خلکو باور ترلاسه کړي.
په دې غونډه کې د کميسيون غړو، دغه کميسيون ته د اته مورده رسيدلو شکايتونو په باب خبرې وکړې او په هر مورد کې یې لازم تصميمونه ونيول.
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته