خبرونهروغتیا

په هېواد کې د کروناویروس ۲۱۳ نوې پېښې ثبت شوې

۴۰- کابل / د لړم ۲۷ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کروناويروس د ۲۱۳ نويو پېښو د ثبت خبر ورکړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کروناویروس د ۲۱۳ نويو پېښو په ثبت سره، په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۳ زرو ۶۸۱ ته ورسېد.
دغه راز په ياده موده کې د شپږو تنو په مړینې سره د کووېډ-١٩ ناروغۍ د قربانیانو شمېر یو زرو ۶۳۸ او د روغ شویو کسانو شمېر ۳۵ زرو ۱۶۰ ته رسېدلی دی.
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته