ورزش

د ( روزګان زلمیانو) لوبډلې په روزګان کې د کرکټ پيل شویو سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه

 کابل / د مرغومې ۲۲ مه / باختر

د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د ( ځوانو هیلو) تر عنوان لاندې د کرکټ پیل شویو سیالیو کې د روزګان زلمیانو لوبډلې لومړی مقام او رحیمي لوبډلې دوهم مقام وګاټه.

په روزګان کې د کرکټ سیالیو په دوام د ځوانو هیلو تر عنوان لاندې د کرکټ ۴۰ ورځني ټورنمنټ کې د روزګان زلمیانو کرکټ لوبډله وتوانېده چې ورستۍ لوبه له رحیمي کرکټ لوبډلې څخه وګټي او لومړی مقام خپل کړي.

دغه سیالۍ چې  په روزګان کې د خبریال او لیکوال حکمت الله حکیمي په مالي ملاتړ جوړې شوې وې، پرون ناوخته پای ته ورسېدې.

د روزګان د کرکټ بورډ مشر خیرالله افغان ورته سیالۍ د لوبغاړو لا هڅونې لپاره ګټورې وبللې او له ملي سوداګرو یې غوښتنه وکړه چې د لوبغاړو لپاره د یو معیاري لوبغالي په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

په ورته مهال د حکیمي کرکټ لوبډلې مالي ملاتړ کوونکي حکمت الله حکیمي وايي چې د یادو سیالیو هدف د لوبغاړو تشویق کول او له لوبغاړو سره د مرستې لپاره د ملي سوداګرو پام راګرځول دی.

بل خوا د روزګان د کرکټ لوبغاړي وايي چې د معیاري لوبغالي او اکاډمۍ نه شتون یې سترې ستونزې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې څخه څو ورځې وړاندې هم ترینکوټ او د روزګان په چورې ولسوالۍ کې د کرکټ سیالۍ ترسره شوې.

ن/ر

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته