TOPنړۍ

د روسيې جمهوررييس د افغانستان د کنګل شويو پيسو د ازادولو غوښتنه وکړه

کابل /د ليندې ١٠مه/باختر
د روسيې جمهور رييس ولاديميرپوتين ويلي دي چې په افغانستان کې له انساني بحران سره د مبارزې د طبي تجهيزاتو او درملو د پلورنې اود ماشومانو د ملاتړ لپاره بايد د
افغانستان کنګل شوي پيسې ازادې شي.
دا په داسې حال کې ده چې امريکا د افغانستان په ملياردونه ډآلره د بېلابېلودليلونوله مخې کنګل کړي دي.
پوتين د مسکو د پانګونې په ټولنه کې ويلي دي(طالبان له کنګل شويو پيسو څخه د وسلو د پيرودنې لپاره استفاده نه کوي، ځکه د ملياردونوډالرو په ارزښت وسلې طالبانو ته پاتې دي).
هغه د افغانستان اوسنى حالت ډېرخراب بللى دى او ويلي دي په افغانستاان کې له انساني بحران سره د مبارزې، د طبي تجهيزاتواودرملو د پېرودنې اود ماشومانود ملاتړ لپاره بايد د افغانستان کنګل شوي پيسې ازادې شي.
مخکې له دې د ترکيې، ايران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، چين او يوشمېر نوروهېوادونو له امريکا څخه ورته غوښټنې کړي دي خو امريکا د نړيوالو غوښتنو پرخلاف نه يوازې چې د افغانستان شتمنى يې کنګل ساتلي دي بلکې د دغوشتمنيو د مصادره کولو لپاره نوې پروګرام په پام کې لري.
نړيوالو رسنيو ويلي دي له دې سره جوخت چې امريکا او طالبان د افغانستان د کنګل شويوپيسود برخليک ټاکنې لپاره جدي خبرې پيل کړي دي د سپتامبر د ١١ نيټې د بريدونو د قربانيانو يو شمېرکورنيو په يوې پيشنهادي طرحې سره د امريکا له دولت اود دغه هېواد له قضايي دستګاه څخه غوښتې دي چې د افغانستان ٧ مليارده شتمنى د غرامت په مقصد له طالبانوڅخه واخلي اودغو کورنيو ته ورکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته