روغتیا

د روغتيا نړيوال سازمان استازى: په افغانستان کې د روغتيا پروژې دوام زموږ له لومړيتوبونو څخه دي

کابل/ د تلې ١ / باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د روغتيا پروژې د دوام په اړه د روغتیا نړیوال سازمان له استازي سره خبرې وکړې.
د باخترآژانس دخبرله مخې: په دې ناسته کې، د عامې روغتیا وزارت سره د روغتیا نړیوال سازمان ګډه همکاري، د روغتیا پروژې ملاتړ لپاره منځګړیتوب، د کابل او ولایتي روغتونونو تجهیز، بېړنيو حالاتو ته لاسرسی، د واکسیناسیون پروګرام پیاوړي کول او پرنورو روغتیایي برخو خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د روغتیا نړیوال سازمان د ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه او په افغانستان کې یې د روغتیا نړیوال سازمان څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
هغه ټینګار وکړچې د روغتیا پروژې دوام دعامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو څخه دی او له مرستندویه بنسټونوڅخه غواړو چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.
وروسته د عامې روغتیا مرستیال ډاکتر عبدالباري عمر، د روغتیا له سکتور څخه د ملاتړ په برخه کې د نړیوالې ټولنې رول مهم وباله او زیاته یې کړه که د نړیوال سازمانونو له لوري په افغانستان کې د روغتیا پروژه بیا تمویل نه شي په افغانستان کې به بشري ناورین رامنځته شي.
د عامې روغتیا مرستیال یادونه وکړه چې اوس مهال 2300 روغتیایي مرکزونه چې دمخه د روغتیا پروژې له خوا تمویل کېدل تجهیزاتو او درملو ته سخته اړتیا لري او له مرستندویه بنسټونو غواړو د روغتيا پروژې کارونه چې ځنډول شوي دي بېرته پیل کړي.
دغه راز، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د همکارۍ پیاوړتیا ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د روغتيا پروژې دوام زموږ له لومړیتوبونو څخه دی او موږ به د روغتيا پروژې تمویل کوونکو او نورو نړیوالو روغتیایي سازمانونو سره خبرې وکړو ترڅو د روغتيا پروژې ملاتړ وکړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته