روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د درملو د زېرمو ډکولو لپاره هلې ځلې کوي

کابل/ د وږي٢٨مه / باختر
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د درملو د زیرمو ډکولو لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي.
په وروستي اقدام کې ، یوه قطري الوتکه چې په درملو او طبي تجهیزاتو بار وه پرون ناوخته د کابل نړیوال هوایی ډګر کې راښکته شوه.
په افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان يوه چارواکي باخترآژانس ته وويل؛ په دې الوتکه کې څه ناڅه نهه ټنه درمل او طبي وسايل بار و.
هغه تایید کړه چې دا درمل به د افغانستان روغتونونو له لارې پر نږدې ٥ زره ماشومانو چې په رواني او سينه بغل ناروغې اخته دي وکارول شي.
د مخکیني حکومت د نسکورېدو په لومړیو ورځو کې، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان روغتیایی خدمتونه وځنډول شول، خو په راتلونکو ورځو کې دا بهير د قندهار ، مزارشریف او کابل هوایی ډګرونو له لارې د درملو او طبي تجهيزاتو په لېږد سره بیا پیل شو.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي دوى د هیواد د درملو د زیرمو د ډکولو په لټه کې دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته