کابل / د سلواغې ۹مه/ باختر
د روڼتیا بین المللي سازمان (Transparency International) د ۲۰۲۰ کال د راپور پر بنسټ، افغانستان اداري فساد سره د مبارزې بین المللي درجه بندۍ (CPI) کې د ۱۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د تېر کال په پرتله، اته درجې صعود کړی دی.
د دغه راپور پر بنسټ د هیواد په عدلي او قضايي دستګاه کې اصلاحات، اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون ایجاد او فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت نور فعالیتونه د افغانستان د مقام د ښه کېدو لامل شوي دي.
جمهوررئیس محمداشرف غني د ټولو هغو بنسټونو چې فساد ضد مبارزه کې یې جدي عمل کړی او په بین المللي سطحه د افغانستان د باور د لوړوالي لامل شوي، قدرداني کوي.
جمهوررئیس ټولو دولتي ادارو او ارګانونو ته نوې لارښوونه کړې، د هغه مکلفیت پر بنسټ چې د افغان ولس پر وړاندې یې لري فساد ضد مبارزه کې له بین المللي ټولنې سره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د تعهداتو په رڼا کې جدي او غوڅ ګامونه واخلي او باید پوه شي چې په دې برخه کې هیڅ راز لټي او غفلت د منلو نه دی.