سیاستTOPټولنه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د سره صلیب کمېټې له عملیاتي رییس سره وکتل

کابل / د لیندۍ ۲ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د سره صلیب نړیوالې کمېټې له عملیاتي رییس ډامینیک سټیل هارت په مشرۍ ورغلي پلاوي سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه ډامینیک سټيل هارت په افغانستان کې د روغتیا، کرنې، زندانونو او نورو برخو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو پرمهال د نورو بنسټونو په څېر دوی نه یوازې له افغانستانه ونه وتل، بلکې خپلو فعالیتونو ته یې ادامه ورکړه.
هغه وویل چې د عامې روغتیا وزارت، افغاني سرې میاشتې ټولنې او د اسلامي امارت نورو اړوندو مسوولینو سره ښې اړیکې لري چې د خدماتو او فعالیتونو د لا ښه والي لپاره د هغو لا پیاوړتیا غواړي.
هغه زیاته کړه چې له افغانانو سره د ژمنتیا پر اساس به دوی په افغانستان کې خپل فعالیتونه او بشري مرستې لا پراخه کړي.
په همدې حال کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کرنې، روغتیا او نورو برخو کې د دوی د خیریه فعالیتونو ستاینه وکړه.
هغه زیاته کړه چې افغانستان بشري مرستو ته اړتیا لري او د افغانستان اسلامي امارت به په دې برخه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ګډون ټولو خیریه بنسټونو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته