خبرونهسیاستTOP

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ميدان وردګو له والي سره وکتل

کابل / د لړم ۲۹ مه / باختر

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د میدان وردګو له والي ملا آمین جان سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د وردګو والي مُلا امين جان د وردګو امنيتي وضعیت د ډاډ وړ وښود او زیاته یې کړه چې امنيتي مسوولينو ته يې له ولس سره پر نېک او صميمانه برخورد ټينګار کړی چې ولس هم د امنيتي مسولینو له برخورد راضي او خوښ دی. په همدې حال کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د والي پر راپور اورېدو خوښي وښوده او والي ته يې د خپل مسووليت په ښه شان سرته رسولو او په نورو مختلفو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې. والي د مولوي عبدالکبير لارښوونې د يوې کاميابې حکومتوالۍ لپاره شرايط یاد کړل او ژمنه یې وکړه چې هر څه به عملي کوي. ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته