خبرونهټولنه

د رییس الوزرا مرستیال د لوی قندهار له سوداګرو سره وکتل

کابل/ د لړم ۴مه/ باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاسة الوزرا مرستیال مولوي صاحب عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د لوی کندهار له یو شمېر سوداګرو سره وکتل.
په کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد یونس مومند او حاجي داوود، حاجي عبدالله، حاجي سردار، حاجي عظمت او حاجي ګل محمد د نورو په استازۍ خبرې وکړې.
دوی وویل، چې د سپین بولدګ او چمن دروازو د بندېدو له امله صادرات په ټپه ولاړ دي چې زیان یې سوداګرو او خلکو ته رسيږي. دوی دغه راز د افغانستان د کنګل شوې پانګې په اړه هم خپلې ستونزې شریکې کړې او د یادو ستونزو د حل غوښتونکي شول.
دوی همدا راز وویل چې له تیرو ۲۲ ورځو راهیسې سلګونه موټر چې خوراکي او طبي مواد په کې بار دي، په چمن او سپین بولدک کې ځای په ځای ولاړ دي او خلک او سوداګر له لوی اقتصادي زیان سره مخ دي.
حنفي د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل: د افغانستان او پاکستان اړوند مسوولین د تړل شویو دروازو د ستونزې د حل په اړه کار کوي او هڅې روانې دي، چې د یوه مشخص میکانیزم په ایجادولو سره دغه ستونزه حل شي، چې زموږ سوداګر او پانګوال تر دې زیات زیانمن نشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته