سیاستامنیتټولنهTOP

د رییس الوزرا مرستیال د میدان وردګو له والي سره وکتل

کابل / د لیندۍ ۱۰ مه / باختر
د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د میدان وردګو له والي ملا آمین جان سره په کتنه کې د یاد ولایت امنیت د هېواد په کچه ښه وباله.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې ملا آمین جان د میدان وردګو امنيتي حالت د ډاډ وړ وښوده. هغه زیاته کړه چې د یاد ولایت ټولو امنيتي ارګانونو ترمنځ همغږي او د ولسونو کلک ملاتړ په وردګو کې د بشپړ امنيت لامل دی.
په همدې حال کې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير په دغه ولایت کې د امنيتي وضعيت ستاينه وکړه او د یاد ولایت امنيت یې د هېواد په کچه ښه وباله او په ځينو برخو کې يې والي ته لازمې لارښوونې وکړې.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته