سیاستTOP

د رییس الوزرا مرستیال په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له رییس سره وکتل

کابل / د مرغومې ۳۰ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له رییس ایلیو فیلون سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر هل مخې؛ په دې کتنه کې فیلون وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې فعالیتونه او بودجه دوه برابره شوي او لا به هم پراخوالی ومومي.

ایلیو فیلون وویل: اوسمهال په ټول افغانستان کې د دوی په ۷ مرکزونو کې ۱۵۰ زره ناروغان تر درملنې لاندې دي او په پام کې ده چې راتلونکي کال کې یې ساحه نوره هم پراخه کړي.

په همدې حال کې د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فعالیتونو او مثبت رول ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت په ټولو برخو کې بشپړې همکارۍ ته چمتو دی.

مرستیال په ټول افغانستان کې د روغتیا، زده کړې او د  اوبو او انرژۍ په برخو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فعالیتونو په زیاتېدو خوښي وښوده او ویې ویل چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو له امله د افغانستان کلي او ولسوالۍ محرومې پاتې دي او هیله ده د بشري مرستو په برخه کې ورته لومړیتوب ورکړل شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته