سیاستTOP

د رییس الوزرا په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل / د لیندۍ ۹مه / باختر
د رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیونونو د فعالیتونو او تشکیلاتو په اړه بحث وشو او دغه راز د ممنوعه قاچاقي مالونو او په جنایي جرمونو کې د نیول شویو وسایطو د برخلیک د معلومولو او څېړنې په موخه لوړرتبه پلاوی وټاکل شو.
همدارنګه په دې غونډه کې د ښاریانو د سهولت او د لارو د خلاصون لپاره پرېکړه وشوه چې له عامو سړکونو څخه دې غیر ضروري موانع لرې شي او په هغو ځایونو کې چې لا هم ورته اړتیا ده، سمنټي دېوالونه له عامو لارو د ودانیو دېوالونو ته دې نږدې کړل شي.
دغه راز د ښار په عمومي واټونو کې کومې ستونزې چې لاس‌پلورونکي او ښاري ټکسي چلوونکي د تګ راتګ په بهیر کې رامنځته کړې دي، د حل لپاره یې کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه چې دغه ستونزه په داسې ډول حل کړي چې لاس‌پلورونکي او ټکسي چلوونکي متضرر نه شي.
په غونډه کې د ځمکني ټرانسپورټي خدمتونو د تنظیم، د بې سنده موټرو د ستونزې، په ولایتونو کې د امنیه قومندانیو د فعالیت او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه هم تفصیلي بحث وشو او پرېکړې وشوې چې په تعمیل سره به یې د عامه نظم او د هېوادوالو د سوکالۍ په برخه کې د پام وړ پایلې ترلاسه شي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته