خبرونهټولنه

د زابل اتغر ولسوالۍ لپاره ودانۍ رغول کېږي

کابل / د تلې ۱۶ مه / باختر
د زابل لرې پرتې ولسوالۍ اتغر لپاره د اسلامي امارت له راتګ سره سم د ودانۍ رغولو چارې پیل شوې دي.
ځايي چارواکي وايي چې یادې ولسوالۍ ته په تېرو شلو کلونو کې پاملرنه نه ده شوې؛ خو د اسلامي امارت له راتګ سره سم په کې د بیا رغونې چارې پیل شوې دي.
د زابل اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حمدالله فطرت وايي چې د اتغر ولسوالۍ د ودانۍ چارې ګړندۍ روانې او ورسره سم په یاده ولسوالۍ کې د یو روغتون د رغولو چارې هم پیل شوې چې په نږدې راتلونکي کې به یې چارې بشپړې شي.
په همدې حال کې د اتغر اوسېدونکي د بیارغونې پر چارو او ډاډمن امنیت خوښ دي، دوی له حکومت څخه غواړي چې اتغر ولسوالۍ ته خپله پاملرنه لا زیاته کړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته