TOPټولنه

د زابل ولسونو له اسلامي امارت ملاتړ څرګند کړ

کابل / د لړم ۱۸ مه / باختر

‏‎‏د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ملا نورالله نوري په زابل کې په یوې سترې ولسي غونډه کې وویل چې د ولس د قربانیو په پایله کې زبر ځواک مات شوی او شرعي اسلامي نظام نافذ شوی دی.

هغه وویل چې اسلام امارت له نړېوالو او ګاونډیو سره د ښه تعامل او حسنه اړيکو غوښتونکی دی.

نوري د جهاد په دوران کې د افغانانو په تېره بيا د زابل باشهامته ولسونو مېړانو او سرښندنو ته په اشارې سره وویل: له زياتو کړاوونو، هجرتونو، قربانيو او پراخو مبارزو وروسته د الله تعالی په نصرت  يو ځل بيا د مجاهدينو هڅو رنګ راووړ او په  ټول افغانستان کې د سولې او بريا سپين بيرغ ورپيد، په وینا یې دا ځل به ټول هڅه کوو چې اسلامي نظام، شريعت او عدالت په بشپړه توګه پلي شي.‏‎

نوري زياته کړه: زموږ د بريا راز په دې کې و چې يو قيام، يو ارمان،  يو مقاومت، يو صف، يو امير او يو شعار مو  درلود  او يو به وي.

په همدې حال کې قومي مشرانو او ديني عالمانو زابل ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري پر ورتګ خوښي څرګنده کړه او له اسلامي نظام څخه يې بشپړ ملاتړ په ډاګه کړ.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته