ټولنه

د زابل ټولګټو چارو ریاست فعال ځوانان او د شرکتونو مسوولین وستایل

کابل / د تلې ۱۰ مه / باختر
د زابل ټولګټو چارو ریاست هغه ځوانان، ترانسپورټي او د شرکتونو مسوولین په ستاینلیکونو وستایل چې پلګوټو، سړکونواو پلونو د بیا رغونې په برخه کې یې چټکې چارې ترسره کړې وې.
د دغه ولایت د ټولګټو چارو رییس قاسم وايي چې دوی یې د لا ښه خدماتو وړاندې کولو او تشويق په موخه ستایلي دي.
په ورته وخت کې دغه ځوانان او د شرکتونو مسوولين وايي چې افغانستان زموږ خپل هېواد دى او هيڅکله به ځان ترې ونه سپموي، دوی زیاتوي هغه چارې چې اسلامي امارت ورته سپارلې په خپل وخت یې چارې بشپړې کړې.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته