سیاستTOP

د زور له لارې واک ته رسېدل، تش خیال دی

کابل / د زمري ۴مه / باختر
وسله والو مخالفانو د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅې پیل کړې دي. دوی د هېواد په ګڼو سیمو کې جګړو او بریدونو ته زور ورکړی دی او کوښښ کوي داسې ذهنیت رامنځ ته کړي چې ګونې کولای شي په زور ټول هېواد ونیسي او واک ترلاسه کړي. د زور له لارې د واک د ترلاسه کولو کوښښ هسې تش خیال دی او امکان نه لري.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د افغانستان د تېرو څو لسیزو جګړو دا ثابته کړې ده چې که چا د زور له لارې د واک د ترلاسه کولو کوښښ کړی دی، په دغه کوښښ کې ناکام شوی دی. ښایي ځینو به د یو لنډ وخت لپاره واک ترلاسه کړی وي؛ خو تل په واک کې پاتي شوي نه دي او نه یوازې دا چې په واک کې پاتې شوي نه دي، هېواد یې له ستر بحران سره مخ کړی دی او خپل ځانونه یې هم تباه او برباد کړي دي. د زورله لارې د واک د ترلاسه کولو تجربه تل ناکامه ثابته شوې ده.
اوس شرایطو بدلون موندلی دی. په نوي عصر کې د زور له لارې واک ته رسېدل نه ملي ملاتړ لري، نه هم سیمه ییز او نړیوال. دا عصر د ولسواکۍ دی او د خلکو اراده د واک برخلیک ټاکي. سمه ده چې تل داسې کړۍ موندل کېږي چې کوښښ کوي د زور له لارې واک ته ورسېږي؛ خو د هغوی کوښښونه ناکام دي.
ټولنه زورواکي نه مني. په افغاني ټولنه کې خو له ډېر پخوا راهیسې خلک باور لري چې په زور کلي نه کېږي. که وسله وال مخالفین فکر کوي چې دوی به د جګړې له لارې اوسنی نظام نسکور کړي او واک به ونیسي؛ نو دا د دوی ستره تاریخي اشتباه ده او پایلې یې هم د دوی لپاره اوهم د هېواد او خلکو لپاره خطرناکې دي. دوی خو یو ځل د زور له لارې واک ته رسېدل تجربه کړل. هغه مهال یوازې درې هېوادونو د دوی حکومت په رسمیت وپېژاند او بس. له ټولې نړۍ سره یې اړیکې ترینګلې وې. افغانستان له نړۍ ګوښه شوی و او داسې ښکارېده لکه د ویرې او ډار یوه جزیره.
اوس هغه شرایط هم نه دي. اوس ګڼ څه بدل شوي دي. هغه مهال افغانستان ثبات ته اړتیا لرله او له بې ثباتۍ د ثبات خوا ته روان و او خلکو د هر هغه چا ملاتړ کاوه چې د ثبات په ټینګولو کې یې مرسته کولای شوه. دوی د ثبات او امنیت له شعار سره رامخې ته شول.
اوس هېواد نسبي ثبات لري. د ټولو مسوولیت دا دی چې دا نسبي ثبات لا غښتلی او پياوړی کړي. افغانان نه غواړي چې له ثباته بې ثباتۍ ته لاړ شي. افغانان د هغه چا ملاتړ نه کوي چې بې ثباتۍ ته لمن وهي او جګړو ته دوام ورکوي. که څوک په زور پر دوی څه تپي؛ نو دوی یې پر وړاندې غبرګون ښکاره کوي. همدا اوس له هغو سیمو چې په دغو وروستیو کې د وسله والو مخالفانو لاس ته لوېدلي دي، خلک نورو سیمو ته کډه کېږي. دوی باید له ځانه وپوښتي چې دا خلک ولې کډې باروي او ښارونو ته ځي؟ که دوی د دې پوښتني د رښتیني ځواب موندلو کوښښ وکړي؛ نو ګڼ مسایل به ورته روښانه شي.
د واک لپاره جګړې ته د زور ورکولو پرځای باید سوله ییزو هڅو ته زور ورکړل شي. ټول باید د ملت ارادې ته غاړه کېږدي او واک د ملت امانت وګڼي او د داسې څه په سترګه ورته ونه ګوري چې په زور ترلاسه کېدای شي. هېواد او ملت مو سولې ته اړتیا لري او دا د ټولو ګډ ملي مسوولیت دی چې لومړی سوله بسیا کړي او بیا په سوله ییزه فضا کې د ملت ارادې ته غاړه کېږدي او ملت باید دا پرېکړه وکړي چې څوک د واک پر ګدۍ د کېناستو وړ دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته