ټولنه

د سالنګونو لاره د تریلر لرونکو موټرونو پر مخ بنده ده

ولایتونه / دمرغومي۱۰ / باختر

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول وایي چې نن له تریلرلرونکو وسايطو پرته ، نور وسايط کولای شي په دې لاره تګ راتګ وکړي .

د سالنګونو د ساتنې او څارنې  ریاست سرپرست عبدالبشیر افغانزوی ، باختر آژانس ته وویل چې دغه لاره د تریلري وسايطو پرته ، د نورو وسايط‌و پر مخ پرانستې ده او وسايط کولای شي له زنجیر او مقرراتو له رعایتولو سره تګ راتګ وکړي .

هغه زیاته کړه دهوا سړښت منفي ۱۴ درجې او په راتلونکو ۲۴ ساعتو کې د واورې اورښت اټکل شته .

پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته