ټولنه

د سالنګونو لاره د ټولوموټرونو پر مخ پرانستې ده

ولایتونه / د مرغومي ۳۰ /باختر
د سالنګونو د لارې د ساتنې او څارنې مسوول نن وویل چې ټول موټرونه کولای شي په دغه لار تګ راتګ وکړي .
د ساتنې او څارنې ریاست سر پرست عبدالبشیر افغانزوی باختر آزانس ته وویل چې په سالنګونو کې هوا ځای،ځای وریځ ده او دغه لاره د ټولو موټرونو پر مخ پرانستې ده او موټرونه کولای شي په ځنځیرونو او د مقرراتو په رعایتولوسره تګ راتګ وکړي. هغه زیاته کړه چې دهوا سړښت منفي اته درجه ده او په راتلونکي ۲۴ ساعتونو کې د واورې د اورښت اټکل لږ دی.
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته