TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د سرتېري ملي ورځ او د افغانانو مسوولیت

– کابل / د کب ٨ مه / باختر
سبا د کب ۹مه د سرتېري ملي ورځ ده. دا ورځ په ټول هېواد کې نمانځل کېږي او خلک د افغانستان د وسله وال پوځ د سرتېریو او افسرانو درنښت پرځای کوي او له هغوی سره خپل غوڅ ملاتړ څرګندوي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د سرتېري د ملي ورځې د نمانځنې بهیر پیل شوی دی، د مبارکیو له پیغامونو نیولې بیا د پرتمینو غونډو تر جوړولو پورې، ګڼ پروګرامونه ترلاس لاندې دي. سږکال افغان فلم چې په هېواد کې د سینما ملي دولتي بنسټ دی، خورا ښه نوښت وړاندې کړ او د سرتېري فلم ملي جشن یې پیل کړ. په دغه جشن کې ګڼ فلمونه چې د افغانستان د وسله وال پوځ د سرتېریو ژوند، کارنامو او سرښندونو ته ځانګړي شوي دي، نندارې ته وړاندې شوي دي او بیا به ژوري غوره فلمونه ټاکي او جایزه به ورکوي. دا د سرتېري ملي ورځې ښه فرهنګي ملاتړ دی.
یو شمېر نورو دولتي او نا دولتي ادارو هم ځیني نوښتونه ترلاس لاندې نیولي دي. دا ټول اقدامات جوتوي چې د سرتېري په نامه د یوې ورځې له نومولو که څه هم دومره ډېر کلونه نه تېرېږي؛ خو له دې سره سره دې ورځې اوس خپل ځای نیولی دی، د خلکو زړونو ته یې لاره موندلې ده او د یوې ښې ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.
د سرتېري د ملي ورځې د نمانځنې اصلي منطق او فلسفه دا ده چې ټول دولتي او نا دولتي ادارې او بنسټونه، سیاستوال، مدني فعالان، خبریالان، قومي مشران، دیني عالمان، ځوانان او نور او نور له سرتېریو سره خپله ننګه او ملاتړ څرګند کړي او هغوی ته دا پیغام ورسوي چې ټول ملت له دوی سره ولاړ دی اوملاتړی یې دی.
د افغانستان د وسله وال پوځ سرتېري او افسران په خورا سختو شرایطو کې د هېواد د آزادۍ، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنۍ دفاع کوي. دوی خپلې ککرۍ د خلکو په دفاع کې نذرانه کوي. داسې هم شوي چې دوی د دښمن تر برید لاندې راغلي دي، کلابند شوي دي، خوراکي توکي یې خلاص شوي دي، جنګي مهمات یې خلاص شوي دي؛ خو دوی خپله لوړه پوځي او هېوادنۍ روحیه نه ده بایللې او په پوره مېړانه یې د خپل سنګر دفاع کړې ده.
د افغانستان د وسله وال پوځ د سرتېریو او افسرانو روحیه بې سارې ده. له وطن سره مینه د دوی په وینه کې څپې وهي او هېڅ ځواک او قوت له دوی دا مینه اخیستلی نه شي. د افغانستان د وسله وال پوځ سرتېریو او افسرانو ته دا وطن ډېر ګران دی، هغوی له دغه ملت سره مینه لري او د وطن او ملت په دفاع کې هر راز قربانۍ او سرښندنې ته چمتو دي.
کله چې موږ د کب نهمه یانې د سرتېري ملي ورځ نمانځو، هر یو باید د افغانستان د وسله وال پوځ د سرتېریو او افسرانو په اړه خپل مسوولیت درک کړي. افغانان د یو ژمن ملت په توګه باید د خپلو سرتېریو ننګه او ملاتړ وکړي او هغومره مینه ورکړي چې دوی یې له خپل ملت سره لري.
هغه پوځ غښتلی او پیاوړی وي چې ملت یې تر شا ولاړ وي. حکومت باید د سرتېریو ستونزې په ژوره او هراړخیزه توګه وڅېړي او هغوی ته د حل لارې ومومي. خلک باید د سرتېرو له کورنیو سره مرسته وکړي، په تېره بیا د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره. دوی ځانګړې مینې او لاسنیوي ته اړتیا لري.
پاى/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته