ټولنه

د سرحدونو او قبایلو چارو معین د جوزجان او بلخ له والیانو سره وکتل

کابل / د لیندۍ لومړۍ / باختر
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي څېړنو معين ګل زرين کوچي او د یاد وزارت د دفتر رييس شیخ حضرت ولي حقاني د بلخ او جوزجان له والیانو سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په‌ دې کتنه کتنو دواړو لورو د قومونو د انسجام، له اسلامي نظام څخه د ولسونو د ملاتړ جلبولو، د قومونو د ستونزو  آوارولو او د سرحدي مشکلاتو په اړه خبرې وکړې.

والیانو هم معین ته د پوره همکاريو ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته