سیاستخبرونهټولنه

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست: د پوځي ادارو پياوړتيا او منسجم کول د اسلامي امارت لومړيتوب دی

کابل / د لړم ۳ مه / باختر

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نور الله نوري د مزار قول اردو د ۶ سرحدي لوا د قومندان غوث الدین د معرفت په غونډه کې وویل چې د پوځي ادارو پياوړتيا او منسجم کول د اسلامي امارت لومړيتوب دی او په دې برخه کې يې اړين اقدامات ترلاس لاندې نيولي دي.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې ملا نورالله نوري د مزار قول اردو د سرحدي لوا لپاره قومندان غوث الدین وړ شخص وباله او زیاته یې کړه چې د مجاهدينو د شل کلن جهاد او قربانيو په پایله کې اسلامي نظام بریالی شوی دی.

هغه وویل چې افغان بايد د دغه ستر الهي نعمت کفران ونه کړي او شکر وباسي او د خپل اسلامي نظام په ساتنه کې له هېڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي. نوري له مجاهدينو وغوښتل چې د بيت المال او پوځي وسايطو او وسائلو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته