خبرونهټولنه

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست لوګر ته سفر وکړ

کابل / د تلې ۱۳ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ته په سفر کې د دغه ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست له کار کوونکو سره وکتل.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې نوري د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست کار کوونکو ستونزې واورېدې او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې د تېر په څېر خپلو دندو ته دوام ورکړی چې د سلا مشورو له لارې وزارت خپلو موخو ته ورسېږي.

هغه د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست له کارکوونکو غوښتنه وکړه چې خپلو مسوولیتونو ته پاملرنه وکړي او ډاډ یې ورکړ چې ستونزې به یې د وزارت د شته امکاناتو په آډانه کې حل کړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته