ټولنه

د سرپل والي په کار پيل وکړ

کابل / د چنګاښ ۵مه / باختر
عبدالحق شفق د سرپل د نوي والي په توګه معرفي شو او نن يې په کار پيل وکړ.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د سرپل ولایت په مرکز کې جوړه شوه؛ د سرپل مالي او اداري مرستيال عبدالمالک عظيمي په دغه ولايت کې د روان حالت په اړوند خبرې وکړې او د سرپل د پخواني والي قربان مراد مراد د خپل ولايت په وخت کې د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه په قدردانۍ وويل چې په ناوړو امنيتي شرايطو کې به تل د سرپل د خلکو ترڅنګ د دغه ولايت دفاع وکړي.
د سرپل پخواني والي د ولايتي شورا له وکيلانو، ديني عالمانو او خلکو څخه مننه وکړه چې له ده سره همکاري کړې ده.
عبدالحق شفق وويل: په هغو بدلونونو سره چې په دغو وروستيو کې د هېواد په ځينو سيمو او سرپل کې رامنځته شوي دي؛ يوشمېر ځواکونه د دښمن تر ناوړو تبليغاتو لاندې نيول شوي دي او خپل سنګرونه يې له جګړې پرته طالبانو ته پريښي دي چې بايد پوښتنه ترې وشي.
هغه له هغو کارکوونکو څخه چې خپلې دندې يې پريښې دي؛ وغوښتل چې ډېر ژر خپلو دندو ته حاضر شي، له دې پرته منفک کېږي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته