ټولنه

د سرې میاشتې له درې میاشتني کورس څخه ۱۵۰ زده کوونکي فارغ شول

– کابل/د کب ۶ مه/ باختر
په میدان وردګو کې د سرې میاشتې له دری میاشتني کورس څخه ۱۵۰ ځوانانو او میرمنو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د سرې میاشتې رییس سیدعبدالواجد سادات په فراغت غونډه کې وویل چې د سرې میاشتې ټولنه کوښښ کوي چې د ځوانانو او میرمنو د تعلیم کچه لوړه کړي او هغه کورنۍ چې سرپرست نه لري د دوی اولادونو ته د تعلیم زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې په دغه کورس کې شاګردانو ته د کمپیوټر، انګلیسي او ریاضي په برخه کې زده کړه ورکول کېږي او دا لړۍ لا هم دوام لري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته