خبرونهټولنه

د سرې میاشتې ټولنې په لغمان کې له سلو بېوزلو کورنیوسره د قرباني غوښې مرسته وکړه

کابل / د زمري لومړۍ / باختر

د سرې میاشتې ټولنې د ترکیې هېواد په همکاری په لغمان کې له څه نا څه ۲۰۰ بېوزلو کورنیو سره د قرباني غوښې مرسته وکړه.

زیاتره دغه کورنۍ د جکړو له امله تښتېدلې دي او له خپلو کورونوڅخه وتلوته اړشوې او ښار کې استوګن شوې دي.

د لغمان د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د مرستې په دې پړاو کې په هرې کورنۍ ۵ کیلوګرامه غوښه ووېشل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته