خبرونهاقتصاد

د سمنګانود ډبر وسکروکان ته  نږدې واټ د جوړولوکارپیل شوی دی

کابل / د چنګاښ ۲۲ / باختر

هغه واټ چې ویل کېږي د سمنګانو د ډبروسکرو سترکان ته د تګ را تګ نږدې لاره ده د جوړېدوپه حال کې ده.

دغه واټ د دره صوف ولسوالۍ بازار یې د ۳۷ کیلومتروپه اوږدوالي او د ۱۰ کیلومتروپه سورله شباشک کان سره نښلوي.

هیله کېږي د دغه واټ په پرانیستلوسره له سمنګان څخه د افغانستان بازارونو ته د ډبرو سکرو استخراج او لېږدول آسانه شي او چټکتیا ومومي.

د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې دغه واټ ۶ میاشتې وروسته د تګ را تګ پرمخ پرانیستل کېږي.

د کان د بحث ترڅنګ ، د دغه واټ جوړېډل  بازارونو ته د زرګونواوسېدونکوپه تګ را تګ کې به آسانتیاووې برابرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته