کابل/ د مرغومي ٣ مه / باختر:
د سمنګان د پاسپورټ ادارې اته میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
دغه عواید غوښتونکو ته د پاسپورټونو له ویش څخه ترلاسه او مرکزي بانک ته سپارل شوی.
د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ د رسنيو مسوول منير رحيمي باختراژانس ته وويل؛ دوى په دوو اوونيو کې غوښتونکو ته د پاسپورټونو د ويش له درکه اته ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
ده وويل چې په دغو دوو اوونيو کې يو زرو درې سوه ټوکه پاسپورټونه پرغوښتونکو ويشل شوي او دغه بهير دوام لري.
\ ذ