روغتیا

د سمنګانو د کويد ١٩ روغتون مسوولينو د خپلومعاشونو له نه ورکولو انديښنه څرګنده کړه

کابل /دلړم ٣٠مه /باختر
د سمنګانو د کويد ١٩روغتون مسوولينو په داسې حال کې د کرونا ويروس د دريمې څپې د خپرېدو په خاطر انديښنه څرګندوي چې له ٧ مياشتې راپديخوا يې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
د سمنګانو د کويد ١٩ د شل بستريز روغتون يو ډاکتر محمد محسن غلامي وايي څه د پاسه ٧ مياشت کېږي چې د دغه روغتون د ډاکترانو او کارکوونکومعاشونه او اعاشه نه ده ورکړشوې او هغوى له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه وويل چې هره ورځ د دغه روغتون ډاکتران او کارکوونکي له خپل جيب څخه پيسې مصرفوي او خواړه برابروي.
که چېرې دغه بهير دوام وکړي د دغه روغتون کارکوونکي به د اقتصاد د خرابوالي په دليل خپلې دندې پرېږدي.
دغه راز د ايبکو د کويد ١٩ روغتون مسوولينو د کرونا ويروس د دريمې څپې دخپرېدو په خاطر انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل هغه ناروغان چې له څومياشتو راپديخوا د کرونا ويروس مشکوکې نښې نښاني لري دغه روغتون ته راځي چي د زياترو نتيجې مثبتې دي.
دهغه د څرګندونو له مخې، په تېرو ٥ مياشتو کې ١٣٤٩تنه چې د کرونا ويروس مشکوکې نښي نښاني درلودې دهغوي سمپلونه واخستل شول اود بلخ حوزوي روغتون ته ولېږدول شول چې د ١٢٦٤ تنونتيجې مثبتې وې چې له دې جملې څخه ٧٣ تنه مړه شوي دي او نور تداوي شوي دي.
د سمنګانودعامې روغتيا د رياست مرستيال سليمان شاه سليمان د کويد ١٩ د شل بستريز روغتون اود سمنګانو د ولايتي روغتون د کارکونکو د معاشونو نه ورکول يوجدي ستونزه وبلله اود اسلامي امارت له مسوولينو يې وغوښټل چې د دوى د معاشونو ورکولوته جدي پاملرنه وکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته