ټولنه

د سمنګان اوسېدوونکو د تېري پای ته رسېدو ورځ ونمانځله

کابل / د وږي ۱۰ مه / باختر
په سمنګان کې زیات شمېر خلکو او د اسلامي امارت مسوولینو په یوه ستره غونډه کې د تېري پای ته رسېدو ورځ ونمانځله.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د سمنګانو والي مولوي عبدالرحمن مسلم د اسلامي امارت مجاهدینو، د شهیدانو کورنېو او ټول مسلمان ملت ته د بریا مبارکي ورکړه.
مسلم زیاته کړه چې دغه خپلواکي د اسلامي امارت د مجاهدینو له سرښندنو څخه خالي نه ده او دا یې د تېرو شلو کلونو د قربانیو پایله ده.
والي ټینګار وکړ چې امیر المومنین ټولو هغه کسانو ته عمومي بخښنه کړې چې په تېر حکومت کې یې دنده ترسره کړې؛ خو هیله ده چې دوی هم له اسلامي امارت سره همکار پاتې شي.
د سمنګانو د ښاري محکمې مسوول مولوي عبدالروف تېر شل کلن جهاد برېالى او بې ساری وباله او زیاته یې کړه چې دغه بریا د قربانیو په پایله کې ترلاسه شوې ده.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته