تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د سولې بهیر او فعاله دیپلوماسي

– کابل / د کب ۱۰مه / باختر
په افغانستان کې د سولې بهیر کورني او بهرني اړخونه لري. دا دواړه اړخونه یو له بل سره نږدې اړیکې لري. کورنی اړخ پر بهرني اغېز کوي او همدارنګه بهرنی اړخ پر کورني اړخ. په بهرني اړخ کې فعاله دیپلوماسي ټاکونکی نقش لري.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د محمد حنیف اتمر له ټاکل کېدو وروسته د افغانستان بهرنی سیاست فعال شوی دی او نوی خوځښت یې موندلی دی. محمد حنیف اتمر چې تر دې دندې مخکې یې هم په کابینه کې کار کړی دی او هم څوکاله د ملي امنیت شورا سلاکار و، د ګڼو هېوادونو له مشرانو سره له نږدې پېژني او له هغوی سره یې ښې کاري اړیکې پاللې دي. دی د سیمې او همدارنګه نړۍ هېوادونو د بهرني سیاست له مسوولینو سره تل په اړیکه کې پاتې شوی دی.
پر دې سربېره دی د بهرنی سیاست په اړه ژور ستراتېژیک لیدلوری لري او د خبرو په پرمخ بیولو کې ځانګړی مهارت لري. سړه سینه، پیاوړی استدلال او منطق او په تول برابرې خبرې ده ته دا چانس ورکوي چې مقابل لوري ته قناعت ورکړي. نو ځکه له هغه مهاله راهیسې چې دی د بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی دی، موږ د افغانستان په بهرني سیاست کې نوی او رغند خوځښت وینو.
د کروناویروس ګواښ په نړیواله کچه ديپلوماتیک تګ راتګ او لیده کاته سخت زیانمن کړل او آنلاین خبرو د مخامخ خبرو او لیدو ځای ونیو. خو له دې ستونزې سره سره د افغانستان بهرنۍ ديپلوماسي فعاله وساتل شوه. محمد حنیف اتمر یو شمېر هېوادونو ته سفرونه وکړل چې مهم یې ایران، سعودي عربستان، ازبکستان او روسیې ته دي. د دغو سفرونو مهم ټکی دا دی چې ټول په افغانستان کې د سولې بهیر ننګه او ملاتړ کوي او د افغانستان د حکومت دریځ مني او تاییدوي یې.
په دغو وروستیو کې داسې ذهنیت رامنځ ته شو چې طالبان غواړي پخوانی امارت بېرته راژوندی کړي. د جمهوریت او امارت مفکوره په دغو وروځو کې په جدي ډول مطرح ده. یو واقعیت باید له پامه ونه غورځول شي او هغه دا چې هر ډول نظام چې دلته باید پایښت ومومي دوو مهمو شرطونو ته اړتیا لري: لومړی دا چې دا نظام باید خلکو ته د منلو وړ وي او دویم دا چې دا نظام باید د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د منلو وړ وي. که دا دوه شرطونه پوره نه شي او رعایت نه شي؛ نو هېڅ راز نظام ټینګېدای نه شي او دوام موندلی نه شي.
څه چې په کورني شرط پورې اړه لري؛ نو دلته هرڅه روښانه دي: خلک د جمهوریت ملاتړي دي او نه غواړي چې د واک برخلیک د دوی پر ځای نور څوک وټاکي. بهرنی شرط هم روښانه دی او هغه دا چې د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه د جمهوري نظام ملاتړ کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له محمدحنیف اتمر سره په خبرو کې ټینګار کړی دی چې روسیه نه غواړي د طالبانو امارت بېرته راوګرځي.
همدارنګه د فعالې د یپلوماسۍ یوه بله لاسته راوړنه دا ده چې افغانستان له نورو هېوادونو سره د دولت په دولت اړیکو پلوی دی. افغانستان نن د یو دولت خاوند دی، داسې دولت چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت پېژني او په ګڼو هېوادونو کې یې سفارتونه فعال دي او ملي بیرغ یې رپاند دی.
هره بهرنۍ اړیکه باید دولت محوره وي. یوازې دولت په دولت اړیکې کولای شي د ستونزو په حل کې مرسته وکړي. که دا اصل رعایت نه شي؛ نو بیا یې مانا د یو بل په کورنیو چارو کې له لاسوهنې پرته نور څه کېدای نه شي. ښه خبره دا ده چې اوس ګڼ هېوادونه د افغانستان د دغه دریځ ملاتړ کوي او دولت په دولت اړیکو ته خپله ژمنتیا څرګندوي.
د سولې بهیر پرمخ بیول په بهرني سیاست کې دغه راز نوښتونو ته اړتیا لري او هیله مو دا ده چې د افغانستان بهرنۍ دیپلوماسي همداسې فعاله او رغنده دوام ومومي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته