سیاست

د سولې د شهيد د شهادت عاملين دې مجازات شي

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٨ :
د ملي شورا د مشرانو جرګې د جهاد او مقاومت د مشر، د افغانستان د پخواني جمهور رئيس او د سولې د عالي شورا د رئيس پروفيسراستاد برهان الدين رباني د شهادت د کاليزې په درناوي د لوى خداى (ج) له دربارڅخه ده او د هېواد ټولو  رښتينو شهيدانو ته د مغفرت هيله کوي.
د سولې د شهيد استاد رباني نوم د هېواد د نورو نومياليو شهيدانو ترمنځ د اسلامي غورځنګ د موسس، د جهاد او مقاومت د مشر او د سولې او روغې جوړې د بنسټ ايښودونکي په توګه په عامه ذهنونو او د افغانستان په تاريخ کې تلپاتې  دى چې څلور کاله مخکې تروريستانو په يوې ناوړې توطيې په لاس پورې کولو سره  هغه شهيد کړ.
د ملي شورا د مشرانو جرګه دهېواد دسولې دشهيد دشهادت د ورځې په درناوي او د استاد رباني د ترور د عاملينو او د ځنځيري وژنو دعاملينو دمجازاتوپه غوښتنې سره په هېوادکې د ملي وحدت دټينګښت او دټيکاو دتامينولو په لاره کې دسولې د بهير د دوام غوښتنه کوي او دملي وحدت دحکومت له مشرانو څخه غواړي چې د دغو ملي سترو غوښتنو د ترسره کولو لپاره دې هر اړخيزې هڅې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته