خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د سولې ذهنیت لپاره د کار اړتیا

کابل/ د چنګاښ ۸مه/ باختر

هرکله چې جګړه  زور اخلي؛ نو له بده مرغه ورسره جوخت د جګړې ذهنیت هم پیاوړی کېږي او د سولې روحیه کمزورې کېږي. په افغانستان کې له بده مرغه اوس دغه راز یو حالت رامنځ ته شوی دی. موږ تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره سوله ییز ذهنیت ته اړتیا لرو او باید د دغه راز ذهنیت د رامنځ ته کولو او پیاوړي کولو لپاره کار وکړو.

د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:

جګړه  تل کرکه او نفرت پاروي او دا کرکه او نفرت په جګړه کې د ښکیلوټولو خواوو ترمنځ شتون لري او هرلوری کوښښ کوي چې مقابل لوری پرګونډو  کړي او ویې ځپي. هرکله چې جګړه زور اخلي او ورسره جوخت مرګ ژوبله هم ډېرېږي؛ د ښکیلو خواوو ترمنځ دښمني لا پراخېږي او د روغې جوړې لارې بندېږي. دا په ټولو جګړو کې یوه عامه قاعده ده.

په افغانستان کې د روانې جګړې بدمرغي او تراژیدي دا ده چې دواړه خواوو ته افغانان وژل کېږي. که د جمهوریت لوری دی هم افغانان دي او که د امارت لوری دی، هغوی هم افغانان دي. منو چې د سیمې مغرضې کړۍ د وسله والو مخالفانو تر شا ولاړې دي او ملاتړیې کوي؛ خو د جګړې په ډګر کې افغانان وژل کېږي او قرباني کېږي. او هرڅومره چې دا قربانۍ ډېرېږي، همغومره د افغانانو تر منځ کرکه او نفرت هم ډېرېږي. موږ فکري تفاوتونه او اختلافات نه ردوو.منو چې د جمهوریت او امارت تر منځ له ځمکې تر آسمانه تفاوت شتون لري او د دواړو لوریو د پلویانو تر منځ هم دا فکري تفاوت او اختلاف ډېر ژور دی او اوس خو د عادي مخالفت له پړاوه راوتلی دی، سیاسي پړاو یې هم تېر شوی او اوس یې د جګړې بڼه غوره کړې ده، د یوې ډېرې خطرناکې او خونړۍ جګړې بڼه.

د یو ملت او د یو ملت د مخکښانواو مشرانو وړتیا په دې کې ده چې پرې نه ږدي سیاسي اختلافات، وسله واله بڼه غوره کړي او جګړه ترې جوړه شي. په سیاسي پړاو کې د اختلافاتو حل اسانه دی؛ خو کله چې سیاسي اختلافات د جګړې بڼه غوره کړې او خلک په کې ووژل شي؛ نو بیا یې حل خورا ستخت او ستونزمن کېږي. د افغانستان روانه جګړه اوس په دغه راز یو حالت کې ده.

پوښتنه دا ده چې په دغه پړاو کې څه باید وشي؟ د ټولو کوښښ باید دا وي چې روانه جګړه بېرته د سیاسي اختلافاتو پړاو ته ستنه شي؛ یانې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي او د ټولو مهمو مسالو په اړه خبرې پيل شي. کله چې جګړه نه وي، کله چې د ښکیلو خواوو د جنګیالیو جنازې نه پورته کېږي، کله چې پرجنازو د میندو، مېرمنو، خویندو او لوڼو ساندې او ژړاوې نه وي؛ نو بیا په آرامه او سوله ییزه فضا کې پر ټولو مهمو مسالو ښه بحث کېدای شي او د ټولو سختو ستونزو حل موندل  کېدای شي.

اوس مهمه خبره دا ده چې موږ سوله ییز ذهنیت ته کار وکړو. زموږ اصلي ټینګار باید دا وي چې جګړه د ستونزو د حل لاره نه ده. د افغانستان روانه کشاله یوازې د سوله ییزو خبروله لارې حل کېدای شي. موږ باید دغه راز ذهنیت ته په ښارونو، ولایتونو، کلیو او بانډو کې کار وکړو. موږ باید هغو ځوانانو ته چې د سیمې مغرضو کړیو د زهرجنو تبلیغاتو ښکار کېږي، د جګړې کرغېړنه څېره د عامه پوهاوي له لارې او همدارنګه د جګړې د منفي پایلو او غمیزو د بېلګو په ښودلو سره ورښکاره کړو. موږ د سولې ذهنیت د رامنځ ته کولو، راوجولو او پياوړي کولو لپاره پراخ تبلیغاتي کمپاین ته اړتیا لرو. ټول باید په دغه کمپاین کې مسوولانه ونډه واخلي. د سولې ذهنیت د رامنځ ته کولو لپاره په کمپاین کې ونډه په حقیقت کې د تلپاتې او باعزته سولې په ټینګولو کې ونډه ده او دا د هررښتیني افغان ملی او هېوادنی مسوولیت دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته