خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د سولې  ناڅرګند برخلیک

کابل/ د کب ۱۵مه/ باختر

شک نشته چې اوس د سولې خبرې له بن بست سره مخ دي او په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د پلاویو تر منځ د خبرو دویم پړاو لکه څنګه چې تمه کېده او خلکو ورپورې سولې ته د رسېدو هیلې تړلې وې، پيل نه شو. داسې ښکاري چې د سولې خبرو برخلیک ناڅرګند دی.

د باخترآژانس مفسردا موضوع څېړلې ده او لیکي:

که اوسنی وضعیت په هراړخیزه او ژوره توګه وارزوو؛ نو ګورو چې د دوحې تړون له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوی دی. که پخوا نړیواله ټولنه له دغه بهیرسره همغږې ښکارېده؛ خو اوس نړیوالې ټولنه هغه پخوانۍ لیوالتیا نه لري. که پخوا به یې پر ښکیلو خواوو یو ډول فشار راوړ، اوس هغه راز دریځ نه لري. دا هم  جوته ده چې د نړیوالې ټولنې له ملاتړه پرته سولې ته رسېدل که ناشوني نه وي، سخت دي. د دې خبرې مانا دا نه ده چې ګنې نړیوالو لوبغاړیو د افغانستان د سولې له موضوع سره خپله لیوالتیا پای ته رسولې ده او د نوی یمو کلونو په څېر افغانستان یوازې پرېږدي. خبره داسې نه ده.

د وروستیو ورځو پرمختیاوو او په ځانګړي ډول کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر دا جوتوي چې پر کومې نوې طرحې کار روان دی. که څه هم په رسنیو کې د دغې نوې طرحې په اړه څه ناڅه مطالب خپاره شوي دي؛ خو پر دغو مطالبو ډېر باور کېدای  نه شي. همدارنګه یو شمېر سیاستوالو هم په خپلو څرګندونو کې دې طرحې ته اشاره کړېده. د دغې طرحې په اړه چې ځیني هغه له بن کنفرانس سره پرتله کوي، پوره معلومات به له هغوی سره وي چې دا طرحه ورسره شریکه شوېده. دا د هغوی مسوولیت دی چې د طرحې په اړه ټول معلومات له ملت سره شریک کړي او د نوې طرحې په اړه ټولو راټوکېدلیو پوښتنو او اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي.

منو چې باید له اوسني حالته د وتلو لپاره طرحه وړاندې شي. د طرحې د وړاندې کولو په اړه اعتراض او نیوکه نشته؛ خو اصلي ستونزه دا ده چې افغانستان ته نور د ډول ډول  طرحو د  ازمویولو د یو ډګر په سترګه ونه کتل شي او هر څوک کوښښ ونه کړي خپل  لیدلوری پر افغانانو تپی. افغانان له جګړې ستومانه شوي دي او تر ټولو ستره هیله او غوښتنه یې دا ده چې ژر ترژره سولې ته ورسېږي. هرڅوک چې د سولې غږ هسک کړي، زموږ سولې ته تږی ملت پرې باورکوي او ملاتړ یې کوي. هېڅوک دا حق نه لري چې د افغان ولس پر احساساتو او ولولو لوبې وکړي.

پوښتنه دا ده چې څه باید وشي؟ غوره دا ده چې د  سولې لپاره خورو ورو نامنظمو او خپل سرو هڅو ته پای ورکړ شي. ټول باید د یو محور پر شاوخوا راټول شي، پر یوې طرحې کار وکړي، داسې طرحې چې هغه د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره اړخ ولګوي، د جمهوریت ارزښتونه په کې راونغاړل شي، ټولو اړخونو او همدارنګه د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ وي او د تطبیق قابلیت ولري. یوازې دغه راز طرحه کولای شي چې اوسني مبهم او ناڅرګند حالت ته پای ورکړي او د سولې بهیر سم لوري ته برابر کړي.

ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته